ایکنانیوز د سبأ نټ په حواله راپور راکړی، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع،، په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د مظلوم فلسطیني ولس او د دغه ټاټوبي د غوره مجاهدینو د ملتیا په موخې او د غزې پر عامو وګړو د صهیونیستي جنایتکار دښمن د جنایتونو په غبرګون کې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو د توغندیو یونټ، د الله تعالی په توفیق او ملاتړ سره یولړ ځانګړې پوځي عملیات ترتیب کړل او د ذوالفقار په نوم بالستیک توغندي سره ئې په نیواکي بئرالسبع سیمه کې د اسرائیلي دښمن پورې اړوند یوه حساس هدف وویشت، چې د الله تعالی په فضل سره دا عملیات خپل هدف ته ورسېد.
هغه زیاته کړه: تېره اوونۍ د یمن وسلهوالو ځواکونو د فتح موعود او مقدس جهاد په چوکاټ کې څو پوځي عملیات ترسره کړل او د فلسطین په نیواکي ټاټوبوکې ئې د بئرالسبع، یافا او حیفا په سیمو کې د صهیونیستي دښمن حساس ځایونه او پوځي تاسیسات په نښه کړل؛ دا عملیات د څو بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په واسطه ترسره شول، چې ټول د الله تعالی په فضل سره بریالي وو.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ټینګار وکړ: وفادار یمن د خپلو سرلوړو خلکو، مؤمنو مشرانو او مجاهد پوځ سره به د مظلوم فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دیني، اخلاقي او انساني دندې پرېنږدي او د دې بریدونو پایلو ته به پام ونه کړي او د الله تعالی په مرسته او توکل سره به تر هغه وخته خپلو ملاتړي عملیاتو ته دوام ورکړي، تر څو پر غزې باندې تېری ودرېږي او کلابندي ئې لیرې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4291335